د افغان بیسیم مخابراتي شرکت تخنیکي ټیم له لوړو زده کړو وزارت سره د مخابراتي او ټکنالوژیکي اسانتیاوو هوکړې په اړه د دغه وزارت مالي او اداري معین او د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو ته پرېزنټیشن وړاندې کړ.

ameen_admin
اثنين, مايو 27 2024 10:38 صباحا
gfffdfghg


په دغه پرېزنټېشن کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت تخنیکي ټیم د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو، د تحصیلي بنسټونو استادانو، محصلینو او د دیني جامعاتو فاضلانو لپاره د انټرنیټي خدمتونو، غږیزو کڅوړو، ځانګړو سیمکارټونو او د انلاین زده کړو سیسټمونو په برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو پر څرنګوالي پرېزنټیشن وړاندې کړ. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یاد ټیم له پرېزنټېشن څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د دغې هوکړې په پلي کولو سره به د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو، استادانو، محصلینو او د دیني جامعاتو فاضلانو د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته شي.
د یادونې وړ ده چې لوړو زده کو وزارت له افغان بیسیم مخابراتي شرکت سره څه موده وړاندې هوکړه لاسلیک کړې وه، چې د تعقیب او تطبیق چارې یې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په غاړه لري. 

Latest news

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS