په کندز پوهنتون کې « د افغانستان په ځان بسیاینه کې د پوهنتونونو ونډه» دوه ورځنی ملي کنفرانس دایر شو.

ameen_admin
سبت, أكتوبر 26 2024 2:41 مساء
Fbjygfds46788

 

یاد کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د دغه وزارت د بېلابېلو ریاستونو استازو، د هېواد د تحصیلي بنسټونو استادانو، څېړونکو او د کندز ولایتي ادارو د استازو په ګډون سره پیل شو، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

 

دغه کنفرانس ته د هېواد د تحصیلي بنسټونو استادانو د یادې موضوع اړوند (۹۸) څېړنیزې مقالې رالېږلې، چې له جملې یې (۷۰) مقالې تائید او (۳۰) مقالې به په یاد کنفرانس کې وړاندې شي.

 

په کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د افغانستان په ځان بسیاینه کې د پوهنتنونونو رول خورا ارزښتمند یاد کړ او ویې ویل، چې په دغه ډول کنفرانسونو کې د استادانو علم، تجربو او نظریاتو ته مراجعه کېږي او هرې ستونزي ته په کې د حل لارې لټول کېږي.

 

نوموړي دغه راز وویل، چې د وخت د حکومتونو او ادارو د نه پاملرنې له وجې د هېواد تحصیلي بنسټونو هم زیان لیدلی او د خپل رسالت د اداء کولو نه وروسته پاتې دي، د هغه په وینا د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي، تر څو علمي مرکزونه او جامعات معیاري کړي او داسې عالمان ټولنې ته وړاندې کړي، چې د سبا ورځې مسلمان نسل پرې وویاړي.

 

علمي معین همدارنګه وویل، چې د نورو کنفرانسونو په پرتله د دې کنفرانس اغېز او ګټه ډېره زیاته ده، ځکه چې د تطبیق ساحه او آدرسونه یې خپله همدا پوهنتونونه دي.

 

د کندز پوهنتون رئیس مولوي عبدالهادي همت ټولو مېلمنو او د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې د ا.ا.ا له راتګ وروسته د لوړو زده کړو وزارت د څېړنو اهمیت درک کړی او په ټولو پوهنتنونونو کې یې د څېړنې معاونیتونه ایجاد کړي دي.

نوموړي له استادانو وغوښتل چې د ټولنې ستونزې معلومې او د څېړنو په چوکاټ کې، ورته د حلارې پیدا کړي.

 

همدارنګه د کندز مرستیال والي مولوي حبیب الرحمن صهیب او د کندز پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار ضیاء الدین سیرت د خپلو خبرو پر مهال د کنفرانس پر رول او اهمیت خبرې وکړې او د پوهنتون اړوند ستونزې یې د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ سره شريکې کړې.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په ننګرهار، شیخ زاید، پکتیا، کابل ښوونې او روزنې او بدخشان پوهنتونونو کې په بېلابېلو موضوعاتو ملي او نړیوال کنفرانسونه دایر شوي دي او په راتلونکي کې به په کابل پوهنتون کې د افغانستان د ځانبسياينې د زرغون انقلاب لومړی نړيوال کنفرانس، کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د اوبو نړیوال کنفرانس او تخار پوهنتون کې د طبیعي منابعو مدیریت او نور مهم کنفرانسونه هم جوړ شي.

 

نېټه: شنبه

‍۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۳ مه

۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۵ مه

۲۰۲۴ م د اکتوبر ۲۶

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

ثلاثاء, أبريل 22 2025 11:17 صباحا
Background image

انطلق المؤتمر الوطني للثقافة الإسلامية بحضور زعيم الإمارة الإسلامية، أمير المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، حيث جدد حوالي ألفي مشارك في المؤتمر بيعتهم له.

تحت إشراف وزارة التعليم العالي، ومن قبل جامعة ننغرهار، انعقد في جامعة قندهار «المؤتمر الوطني لمدة أربعة أيام حول تدريس، أهمية، وتأثير مواد الثقافة الإسلامية»، وقد شارك في هذا المؤتمر. . .

BACK TO NEWS