په پولي تخنیک پوهنتون کې د امارتي تحصیلي بنسټونو یو شمېر استادانو ته د لوړو زده کړو تحصیلي دریڅې (HELP) او د لوړو زده کړو مدیریتي سیستم (HELMS) په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

naser_admin
اثنين, نوفمبر 11 2024 1:38 مساء
Dgjkokiyrewsdd

 

یاد ورکشاپ د امارتي تحصیلي بنسټونو یو شمېر استادانو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست له لوري د معلوماتو شریکولو او د الکترونیکي زده کړو لار ښوونې په موخه پیل شو.

 

د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا رياست رئیس او د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس انجنیر سردارولي صالحي په دغه ورکشاپ کې د ګډون تر څنګ د ورکشاپ له پیل خوښي وښوده او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په ورکشاپ کې د پرېزېنټیشنونو پر مهال د استادانو له لوري ورکړل شویو معلوماتو ته پوره دقت وکړي او د ا.ا.ا د پالیسۍ مطابق پرې عمل وکړي.

 

همدارنګه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور صدیق الله بارکزي د برېښنايي زده کړو د پېژندنې، د برېښنايي زده کړو موډلونو، د برېښنايي زده کړو د ګټو او ننګونو او یو لړ نورو اړوندو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

 

نېته: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د جمادی الاول ۹مه

۱۴۰۳ هـ.ش د عقرب ۲۱مه 

۲۰۲۴ م د نومبر ۱۱مه

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS