په پولي تخنیک پوهنتون کې د امارتي تحصیلي بنسټونو یو شمېر استادانو ته د لوړو زده کړو تحصیلي دریڅې (HELP) او د لوړو زده کړو مدیریتي سیستم (HELMS) په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۳:۳۸
Dgjkokiyrewsdd

 

یاد ورکشاپ د امارتي تحصیلي بنسټونو یو شمېر استادانو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست له لوري د معلوماتو شریکولو او د الکترونیکي زده کړو لار ښوونې په موخه پیل شو.

 

د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا رياست رئیس او د کابل پولي تخنیک پوهنتون سرپرست رئیس انجنیر سردارولي صالحي په دغه ورکشاپ کې د ګډون تر څنګ د ورکشاپ له پیل خوښي وښوده او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې په ورکشاپ کې د پرېزېنټیشنونو پر مهال د استادانو له لوري ورکړل شویو معلوماتو ته پوره دقت وکړي او د ا.ا.ا د پالیسۍ مطابق پرې عمل وکړي.

 

همدارنګه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور صدیق الله بارکزي د برېښنايي زده کړو د پېژندنې، د برېښنايي زده کړو موډلونو، د برېښنايي زده کړو د ګټو او ننګونو او یو لړ نورو اړوندو موضوعاتو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

 

نېته: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د جمادی الاول ۹مه

۱۴۰۳ هـ.ش د عقرب ۲۱مه 

۲۰۲۴ م د نومبر ۱۱مه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۵:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوي توشیح شوي قانون په اړه معلومات ورکړل شول

 

د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په تالار کې د دغه وزارت مرکزي ادارو رئیسانو، اداري کارکوونکو او د مرکزي پوهنتونونو استازو ته، په یوه غونډه کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۵:۴۱
Background image

محصل د یوه هېواد د لوړو زده کړو نظام مرکزي محور دی!

دا خبره د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د آنلاین ناستې په ترڅ کې، چې د دغه وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئيسانو او مرکزي تحصيلي بنسټونو مسؤلين یې برخه وال. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۳:۳۸
Background image

په پولي تخنیک پوهنتون کې د امارتي تحصیلي بنسټونو یو شمېر استادانو ته د لوړو زده کړو تحصیلي دریڅې (HELP) او د لوړو زده کړو مدیریتي سیستم (HELMS) په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

 

یاد ورکشاپ د امارتي تحصیلي بنسټونو یو شمېر استادانو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو پراختیا ریاست له لوري د معلوماتو شریکولو او د الکترونیکي زده کړو لار ښوونې په موخه پیل شو. . .

BACK TO NEWS