د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ کړي. نوموړي د رهبر پر صفتونو او مسوولیتونو خبرې وکړې او ویې ویل چې ښه رهبر هغه دی چې په خپله رهبرۍ کې د راتلونکي لپاره رهبران وروزي.
همدارنګه د استادانو د تقرر او علمي ترفیعاتو رییس انجنیر مفتاح الدین عزام وویل، چې د نړۍ هر پرمختګ تر شا یوه علمي او څېړنیزه اداره ده او د هرې علمي او څېړنیزې ادارې تر شا مسلکي، په کار پوه او ځیرکه رهبري شتون لري، چې په همدې اساس یادو مسوولینو ته د ښې روزنې په موخه دغه ورکشاپ دایر شوی، څو له نړۍ سره سيالي و کولای شو.
د دغه ورکشاپ موخه د رهبرۍ او مدیریتي مهارتونو لوړول دي، چې د څلورو ټرینر استادانو له لوري شاوخوا ۳۰ تنو ګډونوالو ته دایر شوی دی.