د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو د علمي او تخصصي ظرفیتونو پر ګډې ګټې اخیستنې متمرکز دی د چاپېریال ساتنې او اړوندو برخو کې د څېړنو پیاوړتیا د ملي وړتیاوو پراختیا او د عامه پوهاوي لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د طرفینو تخصصي او علمي اړيکو ځواکمنتیا، پراختیا او فعالیتونو همغږي رامنځ ته شي، په چاپېریالي ټکنالوژۍ کې به ملي وړتیا زیاته او د اقلیمي بدلون په اړه به علمي څېړنې پیاوړې شي. دغه راز د چاپیریال ساتنې کلتور بنسټیز کولو او عامه پوهاوي په برخه کې به ګډ علمي سمینارونه، ورکشاپونه او کنفرانسونه دائر شي.
د دې هوکړې پر اساس د چاپېریال ساتنې ملي اداره مکلفه ده، چې په خپلو تخنیکي سرچینو او لابراتوارونو کې د تحصیلي نهادونو د علمي کادر غړو او محصلانو لپاره د عملي کار او تجربو ترسره کولو فرصتونه برابر کړي، د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو سره اړوندو ملي او نړيوالو ناستو کې د ګډون زمینې برابرولو کې همکاري وکړي.
دغه راز به یاده اداره د تحصیلي نهادونو د چاپېریال برخې لپاره د تحصیلي نصابونو د پراختیا او ترتیب په برخه کې تخصصي او مسلکي نظرونه وړاندې کړي، د نیالګیو اېښودلو کمپاین پر مهال تحصیلي نهادونو ته مثمر او زینتي نیالګي ورکړي او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د تحصیلي نهادونو محصلینو د مونوګراف او تېزیسونو په ترتیب کې همکاري وکړي.
همدارنګه لوړو زده کړو وزارت مکلف دی چې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې د څېړنیزو پروژو په پلي کولو کې د علمي کادر غړي همکاري وکړي، د چاپېریال ساتنې په برخه کې د مقالو لیکلو، کتاب لوستلو او څېړنو ته د علمي کادر غړي، څېړونکي او محصلین وهڅوي. دغه راز د اړتیا په صورت کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو او متخصصینو په ګډون د چاپیریال او اقلیمي بدلونونو په اړه علمي سمینارونه، تخنیکي ورکشاپونه او کنفرانسونه جوړ کړي.