د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

naser_admin
سبت, أبريل 12 2025 3:34 مساء
Sdfghjknbv

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په پوهنتونونو پورې تړلی دی او زیاته یې کړه، چې د محصلانو په ښه روزنه کې د پوهنتون مسوولین باید یو بل ته لاس ورکړي، څو ټولنې ته د خدمت وړ اشخاص وړاندې شي. 

 

هغه دغه راز وویل چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی تر هر څه زیات د پوهنتونونو، استادانو او د لوړو زده کړو د کیفیت لوړونې ملاتړ کوي. 

 

همداراز مالي او اداري معین په دغه لیدنه کې د یاد پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو رییسانو او استادانو ته د علومو د کیفیت په ښه والي او د نوي نسل په سالمه روزنه کې په جدي هڅو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: "دا چې نوی نسل تاسو ته په لاس درکړل شوی دی او پلرونه یې پر ځان هر قسم زحمت او تکلیف تېروي، د دې لپاره چې د اولاد راتلونکی یې روښانه شي، نو تاسو یې هم په روزنه کې پوره هڅې وکړئ".

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین همدا راز د بلخ پوهنتون د مسوولینو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او د حل او پوره کېدو ډاډ یې ورکړ.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS