د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د کمیسیون میاشتنۍ غونډه جوړه شوه

Azizorayakhel.admin
أربعاء, يوليو 29 2020 5:21 صباحا
ش

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کمیسیون میاشتنۍ غونډه د لوړو زده کړو علمي معین او سرپرست وزیر په مشرۍ او د یاد کمیسون د محترمو غړو په ګډون جوړه شوه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په یاده غونډه کې خصوصي پوهنتونونه د دولتي پوهنتونو په څېر د لوړو زده کړو وزارت دویم او مهم بازو وباله او زیاته يې کړه: «موږ پر دې کار کوو، چې څنګه وکولی شو خپل ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه د غوره کیفیت او ښو خدماتو له اړخه په لوړ مقام کې ووينو، موږ ته د دولتي او خصوصي پوهنتونو استادان او محصلان یو شان اهمیت لري، دا ځکه چې دوی ټول د يوه هدف له پاره خاورې او وطن ته خدمت کوي».

په یاد کميسون کې د اجنډا مطابق په خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو پورې اړوند مسایل لکه: تحصیلي نصاب، د برنامو د ایجاد غوښتنې، د ماسټري برنامو کیفیت او د تقنيني اسنادو رعایت، د دایمي جایدادونو تعریف، د ځينو بنسټونو د نظارت پایلو ته کتنه او داسې نور موضوعات مطرح او د اړوندو تقنيني اسنادو په رڼا کې لازم تصامیم ونیول شوه او همدارنګه اړوندو ادارو ته اړينې لارښوونې وشوې.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS