د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د کمیسیون میاشتنۍ غونډه جوړه شوه

Azizorayakhel.admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۵:۲۱
ش

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کمیسیون میاشتنۍ غونډه د لوړو زده کړو علمي معین او سرپرست وزیر په مشرۍ او د یاد کمیسون د محترمو غړو په ګډون جوړه شوه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په یاده غونډه کې خصوصي پوهنتونونه د دولتي پوهنتونو په څېر د لوړو زده کړو وزارت دویم او مهم بازو وباله او زیاته يې کړه: «موږ پر دې کار کوو، چې څنګه وکولی شو خپل ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه د غوره کیفیت او ښو خدماتو له اړخه په لوړ مقام کې ووينو، موږ ته د دولتي او خصوصي پوهنتونو استادان او محصلان یو شان اهمیت لري، دا ځکه چې دوی ټول د يوه هدف له پاره خاورې او وطن ته خدمت کوي».

په یاد کميسون کې د اجنډا مطابق په خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو مؤسسو پورې اړوند مسایل لکه: تحصیلي نصاب، د برنامو د ایجاد غوښتنې، د ماسټري برنامو کیفیت او د تقنيني اسنادو رعایت، د دایمي جایدادونو تعریف، د ځينو بنسټونو د نظارت پایلو ته کتنه او داسې نور موضوعات مطرح او د اړوندو تقنيني اسنادو په رڼا کې لازم تصامیم ونیول شوه او همدارنګه اړوندو ادارو ته اړينې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۱۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د لوړو زده کدو سرپرست وزیر د وزارت له کارمندانو سره اختر مبارکۍ وکړه

اداري اصولو او مقرراتو ته پاملرنه او له مراجعینو سره نیک چلند، د ملکي خدمتونو د هر مامور له مکلفیتونو څخه ګڼل کیږي او مراعاتول یې اړین او لازمي دي.

دغه مطلب د لوړو زده کړو سرپرست وزیر. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۵:۲۱
Background image

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د کمیسیون میاشتنۍ غونډه جوړه شوه

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کمیسیون میاشتنۍ غونډه د لوړو زده کړو علمي معین او سرپرست وزیر په مشرۍ او د یاد کمیسون د محترمو غړو په ګډون جوړه شوه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۵:۲
Background image

د زمري ۷مه د ملي بیرغ ورځ په لوړو زده کړو وزارت کې ولمانځل شوه

په هغو ځانګړو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت په انګړ کې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هیئت، ددغه وزارت د منسوبینو او د ملي پولیسو ځواکونو په شتون کې تر سره شول، د. . .

BACK TO NEWS