د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا ناسته جوړه شوه

Azizorayakhel.admin
أربعاء, سبتمبر 16 2020 4:41 صباحا
A

د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر په مشرۍ، د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا لومړۍ ناسته جوړه شوه.

په دغه ناسته کې ډاکټر عباس بصیر د خپلو کاري پروګرامونو او لومړیتوبونو په بیانولو سره، د رهبري شورا د غړو کړنې او پروګرامونه واوریدل.

ډاکټر عباس بصیر وویل: «د خوښۍ ځای دی چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري ښه ظرفیتونه لري او دغه ظرفیتونه کولای شي، موږ خپلو لوړو موخو ته چې هغه د هیواد د لوړو زده کړو د سکټور د کیفیت لوړول دي، ژر ورسوي

د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزیر زیاته کړه، چې په اداره او مدیریت کې تحول او تداوم یو منل شوی اصل دی او موږ ورته ژمن یو. نوموړي وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت نوې رهبري مخکینیو پروګرامونو ته د دوام ورکولو تر څنګ د هیواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې پلانونه او پروګرامونه په لاس کې لري چې د رهبري شورا د غړو په همکارۍ سره به یو په بل پسي تطبیق شي.

همدارنګه په دغه ناسته کې ددغه وزارت د مرکزي ادارو معینانو او رئیسانوپه خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د یاد وزارت د پلانونو او پروګرامونو په تطبیقولو کې د پخوا په نسبت به لا زیاته هڅه وکړي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول کوښښ او تلاش څخه ډډه ونکړي.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS