د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا ناسته جوړه شوه

Azizorayakhel.admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۴:۴۱
A

د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزیر ډاکټر عباس بصیر په مشرۍ، د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ شورا لومړۍ ناسته جوړه شوه.

په دغه ناسته کې ډاکټر عباس بصیر د خپلو کاري پروګرامونو او لومړیتوبونو په بیانولو سره، د رهبري شورا د غړو کړنې او پروګرامونه واوریدل.

ډاکټر عباس بصیر وویل: «د خوښۍ ځای دی چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري ښه ظرفیتونه لري او دغه ظرفیتونه کولای شي، موږ خپلو لوړو موخو ته چې هغه د هیواد د لوړو زده کړو د سکټور د کیفیت لوړول دي، ژر ورسوي

د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزیر زیاته کړه، چې په اداره او مدیریت کې تحول او تداوم یو منل شوی اصل دی او موږ ورته ژمن یو. نوموړي وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت نوې رهبري مخکینیو پروګرامونو ته د دوام ورکولو تر څنګ د هیواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او ښه والي په برخه کې پلانونه او پروګرامونه په لاس کې لري چې د رهبري شورا د غړو په همکارۍ سره به یو په بل پسي تطبیق شي.

همدارنګه په دغه ناسته کې ددغه وزارت د مرکزي ادارو معینانو او رئیسانوپه خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د یاد وزارت د پلانونو او پروګرامونو په تطبیقولو کې د پخوا په نسبت به لا زیاته هڅه وکړي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول کوښښ او تلاش څخه ډډه ونکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۱۰:۲۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين پلان، د نهايي کولو په منظور غونډه جوړه شوه

په لوړو زده کړو وزارت کې د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين رياست د پراختيايي پلان نهايي کولو او د اعتبار ورکولو او کيفيت د تضمين د خپلواکې ادارې د جوړولو او څرنګوالي په موخه غونډه وشوه.

. . .
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۵:۵۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا غونډه ترسره شوه

د لوړو زده کړو د رهبري شورا په ناسته کې د دې وزارت د بشري سرچينو د رييس د ستاينې تر څنګ د اجنډا پر ټولو موادو بحث او اړينې پرېکړې وشوې.

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچينو رياست د اداري. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۵:۵۲
Background image

د ۱۳۹۹ کانکور لس تنه مخکښ بریالي کسان د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ له خوا وستایل شول

د کانکور ازموینې لس تنو مخکښو بریالیو لپاره په جوړه شوې غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر عباس بصیر یادو لسو تنو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هغوی هڅې او زیار د دوی د. . .

BACK TO NEWS