د بنګله دېش د برک پوهنتون د ماسترۍ بورس اطلاعیه University BRAC

Akmal_admin

Due

-

برک پوهنتون BRAC  University)) چې د بنګله دیش په ډاکه ښار کې موقعیت لري په ۲۰۲۱ میلادي کال کې چې د ۱۴۰۰ لیږدیز سره سمون خوري د ښځینه او نارینه و محصلینو لپاره د ماسټرۍ یو شمېر بورسونه په لاندې څانګو کې منلي دي:

  • Executive MBA(EMBA)
  • Master of Business Administration (MBA)
  • M.S. IN Biotechnology
  • MA in English
  • M.Sc/M.Engg. in Computer Science and Engineering
  • M.Sc./M.Engg. in Electrical and Electronic Engineering
  • MA in Governance and Development (MAGD)
  • Master of Science in Applied Economics
  • Master in Procurement and Supply Management (MPSM)
  •  MA in TESOL (Teaching English to Speakers of Other Languages)
  • Master in Disaster Management
  • Master of Development Studies (MDS)
  • Master of Public Health(MPH)
  • MED & PGD in Educational Leadership & School Improvement
  • MSc & PGD in Early Childhood Development

د بورسونو علاقه مندان کولای شي په آنلاین توګه د

 https/www.bracu.ac. bd/international-applicants ویب سایټ له لارې نوملیکنه وکړي:

بورسیو ته د کاندیدلو شرایط:

  • د نوماند( کاندید) د لیسانس دورې نومرې باید د۶۵ سلنه څخه کمې نه وي.
  • نوماند باید په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط ولري.
  • نوماند د بشپړې روغتیا لرونکی وي او د ساري ناروغیو لرونکی نه وي.

علاقه لرونکي دې د نوم لیکنې پرمهال لاندې اسناد له ځان سره ولري:

۱ – په انګلیسي ژبه د لېسانس دورې د ډيپلوم او ترانسکرپت نومرو کاپي.

۲-  د برېښنايي پاسپورټ کاپي.

۳- د تابعیت تذکرې کاپي.

۴- دوه قطعې عکسونه (6x4)

په دې وسیله د بنګله دېش بورسیو لپاره پر شرایطو برابر علاقمندان کولای شي په یاد سایټ کې پر نوم لیکنه سربېره د ۱۳۹۹ کال د تلې تر ۳۰ نیټې پورې چې د -۲۰۲۰ کال د اکتوبر د ۲۱ نیټې سره سمون خوري په سایټ کې تر لیکنې وروسته د بورسیو د ټولو فورمونو د ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت ۲۱ نمبر غرفې ته د پذیرش په عمومي دفتر کې د اصل اسنادو سره مراجعه وکړي.

۱. د بروشور لینک

۲. ‍د پوستر لینک

۳. پی دی اف لینک د علمي مشر ته لیک

۴. پی دی اف لینک