د سید جمال الدین افغاني پوهنتون په انګړ کې د لوړو زده کړو پراختيايي پروګرام (HEDP) رئیس ارواښاد ضیاءالرحمن اندړ د فاتحې مراسم ترسره شول

په يادو مراسمو کې د سید جمال الدین افغاني پوهنتون مشرتابه، استادانو،اداري کارکوونکو او زده کړيالانو د ارواښاد ضیاءالرحمن اندړ د مړينې له کبله خواشيني څرګنده کړه او د لوی څښتن له درباره يې ورته د جنت الفردوس غوښتنه وکړه.
د پوهنتون رئیس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري په خپله وینا کې ضیاءالرحمن اندړ دښو اخلاقو څښتن، هېواد او دندې ته ژمن شخصیت یاد کړ او مړینه یې د افغانستان په علمي ډګر کې یوه ستره تشه وګڼله او د نوموړي د مړينې له کبله يې د مرحوم کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.