د لوړو زده کړو وزير د امريکايي پوهنتون د افغانستان څانګې له رهبري ډلې سره وکتل

baqir_admin
اثنين, ديسمبر 07 2020 5:30 صباحا
g

د لوړو زده کړو وزير عباس بصير افغانستان کې د امريکايي پوهنتون له مشرتابه سره وکتل

په دې کتنه کې دواړو لورو د علمي او څېړنيزو فعاليتونو د ډېرېدو، د لوړو زده کړو په دولتي او خصوصي بنسټونو کې د افغانستان څانګې امريکايي پوهنتون له برياليو تجربو کار اخیستل، د لوړو زده کړو د نظام په برخه کې د همکاريو پياوړي کول، په لوړو زده کړو وزارت کې د تقنیني اسنادو د جوړولو لپاره د ياد پوهنتون همکاري او له علمي او څېړنيزو فرصتونو څخه په ګډې استفادې بحث وشو.

د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عباس بصير د لوړو زده کړو په برخه کې د امريکا متحده ايالاتو د همکاريو ستاينې تر څنګ وويل چې د خصوصي او دولتي بنسټونو د کمي او کیفي وړتياوو لوړول او د هېواد د لوړو زده کړو د نظام پراختيا او څېړنو ته پاملرنه، د دې وزارت له لومړيتوبونو څخه دي.

ډاکټر عباس بصير افغانستان کې د امريکايي پوهنتون له رهبري ډلې وغوښتل چې د لوړو زده کړو د نوي مشرتابه د پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې؛ چې د لوړو زده کړو د خصوصي او دولتي بنسټونو د ودې او پياوړتيا له پاره جوړ شوي دي هر اړخيزه همکاري وکړي.

د لوړو زده کړو وزير همداراز ترې وغوښتل چې د علمي معياري څېړنو د فرهنګ د دودولو لپاره د هېواد له خصوصي او دولتي بنسټونو سره له نږدې کار وکړي.

د امريکايي پوهنتون د افغانستان څانګې رييس ډېوېډ سېډني، له يادو طرحو څخه د ملاتړ تر څنګ ډاډ ورکړ چې د امريکايي پوهنتون د افغانستان څانګه تياره ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو نظام د پياوړتيا او پراختيا په برخه کې له دې وزارت سره هراړخيزه همکاري وکړي.

Latest news

ثلاثاء, أبريل 22 2025 11:17 صباحا
Background image

انطلق المؤتمر الوطني للثقافة الإسلامية بحضور زعيم الإمارة الإسلامية، أمير المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، حيث جدد حوالي ألفي مشارك في المؤتمر بيعتهم له.

تحت إشراف وزارة التعليم العالي، ومن قبل جامعة ننغرهار، انعقد في جامعة قندهار «المؤتمر الوطني لمدة أربعة أيام حول تدريس، أهمية، وتأثير مواد الثقافة الإسلامية»، وقد شارك في هذا المؤتمر. . .

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS