د لوړو زده کړو وزير د يو شمېر پوهنتونونو د مالي او اداري مرستيالانو سره وکتل

baqir_admin
ثلاثاء, ديسمبر 15 2020 6:14 صباحا
ل

د مرکز او ولایاتو یوشمېر پوهنتونونو مالي او اداري مرستیالانو د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر سره خپلې طرحې، برنامې او ستونزې شریکې کړې. د لوړو زده کړو وزیر په دغه لیدنه کې د مالي او اداري مرستیالانو مسوولیت مهم وباله او ویې ویل؛ چې د لوړو زده کړو سکټور او پوهنتونونو ټول فعالیتونه په مالي او اداري برخې پورې تړلي دي.

نوموړي وویل په داسې حال کې چې د ټولو پوهنتونو د مالي معاونیتونو فعالیتونه سره ورته دي؛ نو باید خپلې اغېزمنې او ښې طرحې له یوبل سره شریکې کړي، د زېربناوو د پراختیا په برخه کې اړتیاوې په ګوته او په لومړیتوبونو کې ونیسي. د لوړو زده کړو وزیر مالي او اداري مرستیالانو ته سپارښتنه وکړه څو د رخصتیو په لړ کې د مالي چارو د نظم او دسپلین لپاره خپلې طرحې چمتو کړي څو د درسونو له پیل سره هرڅه له وړاندې په سمه توګه تنظیم وي.

په دغه لیدنه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال خواجه محمد انور نوري د ورسره پلاوي په استازولۍ؛ په پوهنتونونو کې د ستونزو، فرصتونو او مالي برخې پر مدیریت خبرې وکړې. خواجه نوري ددغې لیدنې موخه د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه ته د پوهنتونو د مالي او اداري مرستیالانو ورپېژندنه، د طرحو وړاندې کول او په کاري چاپیریال کې د کار ښه کېدو په اړه یې د ښو مشورو ورکول وبلل.

نوموړي وویل چې د پوهنتونونو مالي او اداري مرستیالان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د ازادې سیالۍ له لارې ګمارل شوي او موخه یې د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه په ملاتړ؛ پوهنتونونو ته د ښو او صادقانه خدمتونو وړاندې کول دي.

ډاکټر عباس بصیر ټولو مالي او اداري مرستیالانو ته ډاډ ورکړ چې تل یې په خدمت کې دی او له هغو ټولو طرحو به یې؛ چې د مثبت بدلون لامل کېږي ملاتړ وکړي.

Latest news

ثلاثاء, أبريل 22 2025 11:17 صباحا
Background image

انطلق المؤتمر الوطني للثقافة الإسلامية بحضور زعيم الإمارة الإسلامية، أمير المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، حيث جدد حوالي ألفي مشارك في المؤتمر بيعتهم له.

تحت إشراف وزارة التعليم العالي، ومن قبل جامعة ننغرهار، انعقد في جامعة قندهار «المؤتمر الوطني لمدة أربعة أيام حول تدريس، أهمية، وتأثير مواد الثقافة الإسلامية»، وقد شارك في هذا المؤتمر. . .

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS