د لوړو زده کړو وزیر د ویډیو کنفرانس له لارې د ایران د آزاد اسلامي پوهنتون له رهبري پلاوي سره خبرې وکړې

baqir_admin
خميس, ديسمبر 31 2020 5:11 صباحا
g

د لوړو زده کړو وزیر د اکاډمیکو همکاریو په پار د ایران آزاد اسلامي پوهنتون رهبري پلاوي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر په داسې حال کې چې د دولتي پوهنتونونو یو شمېر ريیسانو او د آزاد اسلامي پوهنتون ځینو ريیسانو هم ګډون درلود وویل:؛ تحقیق او څیړنه زموږ د بنسټیز محور ځانګړنه ده چې په راتلونکې کې به د افغانستان د تحصیلي نظام د پرمختګ او کیفیت لوړولو لپاره وي، نوموړي وویل د ایران د پوهنتونونو تجربې کولای شي دې موخې ته د رسیدو لپاره زموږ سره همکاري وکړي.

د لوړو زده کړو وزیر د ایران د علمي همکاریو په برخه کې په ځانګړې توګه د تحصیلي بورسونو د ورکړې او د دواړو هېوادونو د علمي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د افغان او ایران د څیړونکو ګډو څیړنو، د چارو د لا ښه تنظیم او اړیکو د پراختیا او دا ډول ناستو د داوم غوښتنه وکړه.

د ایران د ازاد اسلامي پوهنتون رئیس ډاکتر محمد مهدي طهرانچي د ایران او افغانستان علمي اړیکو ته په اشارې وویل: د ایران آزاد اسلامي پوهنتون د افغانستان له پوهنتونونو سره هر اړخیزې مرستې ته چمتو دی، هغه همداراز وویل، آزاد اسلامي پوهنتون په پام کې لري څو خپل اکاډمیک فعالیتونه د کابل په څانګه کې پراخ کړي، طهرانچي زیاته کړه د دواړو دوستو هیوادونو د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو پراختیا د دواړو هیوادونو د اړتیاو له مخې د علم او پراختیا د جغرافیې د ایجاد لامل کیږي.

Latest news

ثلاثاء, أبريل 22 2025 11:17 صباحا
Background image

انطلق المؤتمر الوطني للثقافة الإسلامية بحضور زعيم الإمارة الإسلامية، أمير المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، حيث جدد حوالي ألفي مشارك في المؤتمر بيعتهم له.

تحت إشراف وزارة التعليم العالي، ومن قبل جامعة ننغرهار، انعقد في جامعة قندهار «المؤتمر الوطني لمدة أربعة أيام حول تدريس، أهمية، وتأثير مواد الثقافة الإسلامية»، وقد شارك في هذا المؤتمر. . .

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS