د لوړو زده کړو وزیر د دايکنډي ولايت له والي سره وکتل

baqir_admin
ثلاثاء, يناير 12 2021 4:53 صباحا
g

د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر، د ډایکندي له والي، د یاد ولایت د ولایتي شورا له وکیلانو، د ډایکنډي د لوړو زده کړو موسسې له رئیس، استادانو او د دې ولایت له یو شمیر مسئولانو سره وکتل.

په پيل کې د ډایکنډي والي او د ولایتي شورا رئیس د ډایکنډي د ولایت د ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې، د لوړو زده کړو له وزارت يې وغوښتل چې  دغه وروسته پاتې محروم ولایت ته پاملرنه وکړي.

وروسته د ډایکنډي د لوړو زده کړو موسسې رئیس پوهنیارسید انور سیرت د یادې موسسې د اړتیاوواو انکشافي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د ډایکنډي د لوړو زده کړو موسسه د تحصیلي چارو د ښه پرمخ وړلو په پار ځينې اړتیاوې لري چې د دې بنسټ کادري، اداري او خدماتي بستونوزیاتول، د نویو تحصیلي څانګو زیاتونه، د کتابتون رامنځته کول،د نارینه وو د لیلیې جوړول او د ښځینه و دلیليې د  تدارکاتي چارو د پروسې چټکتیا،د اوبو رسولو د شبکو، برښنا او د دې موسسې د احاطوي دیوال جوړول د یادې تحصیلي موسسې مهمې اړتیاوې وبللې. ورپسې د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر؛ د یادو وړاندیزونو او غوښتنو له آوریدو وروسته، د لوړو زده کړووزارت د لومړیتوبونو اوکاري پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل: د کیفیت بحث او د تدریس محتوا ته پاملرنه،شاګرد محوري او علمي څيړنې، د لوړو زده کړو وزارت د نظام کاريتوب او د ټولنې په پرمختګ کې د هغې رول او کادري اشخاصو د روزنې اوعلمي تولیداتو له لارې د کار د مارکیټ د اړتیاوو لیرې کول، د ټولو ادارو سره د نږدې همکارۍ؛ د لوړو زده کړو وزارت د بنسټيزو برنامو څځه دي چې دغه وزارت جدي پاملرنه ورته لري.

هغه زیاته کړه لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د زده کړې کولو پروسه  د څيړنو کولو پروسې ته واړوي او تر هغه چې موږله دې حالت څخه ونه وزو،کوم ځای ته نشو رسیدای.

ډاکتر عباس بصیر د ډایکندي د لوړو زده کړو موسسې د غوښتننو او اړتیاوو په برخه کې  څرګنده کړه چې لوړو زده کړو وزارت به پخپلو پرمختیايي پروګرامونوکې ورته رسیدنه وکړي او د همکارۍ ژمنه يې ورکړه.

د یادونې ده چې د ډایکنډي د لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۹۳ کال کې تاسیس شوې ده او دا مهال ۳۲۱ استادان، ۳ پوهنځي او ۱۱۰۷ نارینه  اوښځينه محصلان لري چې له ۵۰ سلنه زیاته برخه يې اناث تشکیلوي.

Latest news

أربعاء, مارس 05 2025 11:26 صباحا
Background image

انعقد اجتماع مجلس قيادة وزارة التعليم العالي برئاسة شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم.

 

في بداية الاجتماع، تحدث الوزير القائم بأعمال وزارة التعليم العالي عن فضائل شهر رمضان المبارك، وقال: إن شهر رمضان المبارك هو شهر الصبر والإخلاص والصدقة، ويجب مساعدة المسلمين المحتاجين. . .

جمعة, فبراير 28 2025 4:28 صباحا
Background image

التقى وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، في مكتبه الرسمي مع نائب ممثل اليوناما، أندريکا راتوات.

 

رحب معالي الوزير بنائب ممثل اليوناما، قائلا: "يسرني أنكم ترون الوضع الحقيقي لأفغانستان عن قرب، وهذا أمر في غاية الأهمية لكي يصل الواقع الحقيقي لأفغانستان إلى المجتمع الدولي."

 

أضا. . .

BACK TO NEWS