د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين د البېروني پوهنتون وضعيت بر رسي کړ

baqir_admin
سبت, فبراير 06 2021 5:55 صباحا
ل

د ولسمشر د لومړي مرستیال د لارښوونې پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نور احمد دروېش د یوه پلاوي پر مشرۍ کاپیسا ولایت ته د البیروني پوهنتون د وضعیت ارزونې په موخه سفر وکړ.

نور احمد دروېش په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمیر ريیسانو او د ولسمشر د لومړي مرستيال د دفتر استازي ورسره ملتیا کوله؛ د البیروني پوهنتون د رهبرۍ او استادانو ستونزې او غوښتنې واورېدې.

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین وویل: ((لوړو زده کړو وزارت د بوديجوي امکاناتو په پام کې نیولو او په هېواد کې د متوازنې پراختیا په موخه، مکلف دی چې تحصیلي بنسټونو ته په مساوي توګه پاملرنه وکړي.))

هغه زیاته کړه، له نېکه مرغه البیروني پوهنتون د ودانیو او استادانو د لوړې وړتیا لرلو له پلوه نسبت نورو تحصیلي بنسټونو ته په ښه حالت کې دی، نوموړي د البیروني پوهنتون د پرمختیايي لرلید د لوري ټاکو په موخه د ستراتیژیک پلان پر لرلو ټینګار وکړ او د وروستیو پرمختګونو او د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ د مقررې د فعالیتونو په اړه يې معلومات ورکړل.

ښاغلي دروېش همداراز څرګنده کړه چې په راتلونکي ۱۴۰۰ مالي کال کې د البیروني پوهنتون په ګډون تحصیلي بنسټونو ته یو شمېر زېربنايي پروژې په پام کې نیول شوې دي چې له مخې به يې د ودانیو ستونزې تر يوې کچې اوارې کړي.

دروېش د یاد پوهنتون له ټولو علمي او اداري غړو وغوښتل چې له رهبرۍ سره د پوهنتون په پرمختګ کې هر راز مرستې وکړي او د لوړو زده کړو وزارت به هم تر خپله وسه خپلې مرستې ونه سپموي.

وروسته پوهنمل عبدالقهار سروري او د رهبرۍ څو تنو غړو او استادانو، البیروني پوهنتون ته د ورغلي پلاوي له ورتګ مننه وکړه؛ یو شمېر ستونزې او غوښتنې يې چې د نجونو د لیلیې، د انګړ دېوال، د سړکونو سفالټ، د ظرفیت لوړول، ټرانسپورټ، د اوبو رسولو سېسټم، د فایبري نوري شبکې تړل او نورو مسایلو اړوند موضوعات له پلاوي سره شریک کړل. وروسته مالي او اداري معین او ورسره تللي پلاوي د پوهنتون له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

د یادونې وړ ده، البیرونی پوهنتون په ۱۳۷۷لمریز کال جوړ شوی چې دا مهال ۹پوهنځي، ۲۸څانګې، ۲۰۰تنه استادان ا و ۷۲۸۰ تنه نارینه او ښځینه محصلین لري.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS