د پروان پوهنتون د فعاليتونو کلنۍ ارزونه د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوونې د درېيم پړاو لپاره پيل شوه

baqir_admin
ثلاثاء, فبراير 23 2021 11:55 صباحا
ل

د پروان پوهنتون د کيفيت لوړونې او اعتبار ورکوونې کمېټې د سلواغې په (۱۸)نېټه د پوهنځيو حضوري ارزونه پيل کړې ،چې نن دوشنبه دکب له (۴)نېټې سره سمون خوري ،د پوهنځيو د ارزونې په لړ کې د ژورناليزم پوهنځی د ورکړل شوي چيک ليست له مخې وارزول شو.

د پروان پوهنتون علمي چارو معاون پوهندوی ډاکټر سيد مبين هاشمي د لوړو زدکړو په بنسټونو کې د کيفيت لوړونې او اعتبار ورکونې لړۍ، يوه ملي، ارزښتناکه، بريالۍ او ګټوره پروسه ووبلله او زياته يې کړه "د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د کيفيت لوړونې او اعتبار ورکونې لړۍ د تدريس په ښه والي، د استادانو د علمي اثارو په توليد، د څيړنې د فرهنګ په رامنځته کيدلو، د معياري زده کړو په وړاندې کولو او د زده کړيزو بنسټونو په پيدايښت او اسانتياوو کې ګټوره ثابته شوې ده."

د پروان پوهنتون د علمي چارو معاون د دې پروسې موخه د تضمين کیفیت په لوړونه کې بنسټيزه وبلله او زياته يې کړه، چې پروان پوهنتون د اعتبار ورکونې لومړی او دوهم پړاو په برياليتوب سره، سرته ورسو او دغه لړۍ به د پروان پوهنتون په درېيم پړاو کې مرسته وکړي .

  د پروان پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي رييس پوهنیار عزیز احمد سعیدي د کلنۍ ارزونې نه د خوښښۍ ښودلو تر څنګ د دې پوهنځي د فعاليتونو کلنی ګزارش په لنډ ډول د ارزونې هيئت ته وړاندې او ورپسې د ژورناليزم پوهنځي د ټولو برخو (د پوهنځي رياست او معاونيت، د پوهنځي څانګې، د پوهنځي کميټې، تدريسي مديريت او ...) کړنې د ورکړل شوي چک ليست له مخې و ارزول شوې.

د يادونې وړ ده چې د په (۱۳۹۹ه.ش)کال د ژورناليزم د پوهنځي د رهبرۍ او د پوهنتون د علمي معاونيت په هڅو په کابل کې د ترکې د تيکا دفتر په مرسته په ټولو امکاناتو سمبال د راډيو يوه سټوډيو او د انځورونو يو لابراتوار، جوړ او په نږدې راتلونکي کې به پرانستل شي .

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS