ننګرهار پوهنتون کې د کمال خان بند د ارزښت په اړه یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شو

baqir_admin
ثلاثاء, مارس 16 2021 8:40 صباحا
g

ننګرهار پوهنتون کې د کب په ۲۴مه د کمال خان بند د اقتصادي، محیطي او ټولنیز ارزښت او د سیمې پر کرنه او اقلیم یې اغېزې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شو.

په دغه علمي سیمینار کې د ننګرهار پوهنتون مشر پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستیال پوهنوال سید اکرم هاشمي، د بېلابېلو پوهنځیو او تدریسي روغتون مشرانو، استادانو او محصلینو برخه لرله.

د سیمینار د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون مشر پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وويل:" د خوښۍ ځاى دى چې نن ننګرهار پوهنتون د هېواد د يوې سترې ملي پروژې د ارزښت د بیان کوربه دی."

نوموړي زیاته کړه چې د هېواد د اوبو سالم مدیریت او په دې برخه کې د شته فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه به افغانستان د وزګارۍ، بېوځلۍ او لوږې له ناورینونو وژغوري او د نړۍ د بډای او پرمختللو هېوادونو په کتار کې ودروي.

پوهاند بهسودوال د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو له استادانو مننه وکړه، چې د اوبو د مدیریت او د کمال خان بند د ارزښت په اړه یې څېړنې کړي او مقالې يې لیکلي چې په دغه سیمینار کې د وړاندې کېدو سربېره به د اوبو د تنظیم ملي ادارې او نورو اړوند ارګانونو سره هم شریکې شي.

د سيمينار په دويمه برخه کې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد، کرنې، انجنیري او شرعیاتو پوهنځيو استادانو پوهاند محمد بشیر دودیال، پوهاند دوکتور اسرارالحی منیب، پوهنوال حمدالله نظامي، پوهنمل نور اغا نوښت، پوهنیار عبدالرحمن درد او پوهنیار رحمت الله وحدت یار د کمال خان بند تاریخچه، د اوبو اهمیت د اسلام له نظره د اوبو اقتصادي رول، پلان او مدیریت، د سیمې (نیمروز) د کرنې په وده کې د کمال خان بند د اوبو اغېزې، د هېواد په اقتصادي، ټولنیزې، او محیطي پراختیا کې د کمال خان بند ونډه او د سیمې پر اقلیم د کمال خان بند اغېزې تر سرلیکونو لاندې مقالې او څېړنې وړاندې کړې او د اړوند موضوعاتو په اړه یې د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS