د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې د «پوسټر پرېزېنټېشن» په نامه نندارتون جوړ شو

baqir_admin
أربعاء, مارس 17 2021 11:20 صباحا
g

دغه نندارتون د زدکړیالانو په نوښت او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مشر نورمحمد احمدزي په مرسته د ادبیاتو پوهنځي لخوا جوړ شو چې پښتو، دري، عربي، انګرېزي، روسي او ترکي څانګو زدکړیالانو پکې ګډون کړی و او خپل موضوعات یې نندارې ته وړاندې کړل.

په دغه نندارتون کې د پښتو څانګې زدکړیالانو د پښتو ژبې د پنځو ستورو پوهاند علامه عبدالحی حبیبي، علامه قیام‌الدین خادم، استاد عبدالرؤف بېنوا، استاد ګل ‌پاچا الفت او پوهاند صدیق‌الله رښتین په اړه معلومات او د دري څانګې زدکړیالانو د لوی عرفاني شخصیت او شاعر مولانا جلال‌الدین محمد بلخي په اړه معلومات چمتو کړي ول او د نندارچیانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

همدارنګه د عربي څانګې زدکړیالانو د عربي ژبې د پیدايښت، د انګرېزي څانګې زدکړیالانو د لنډې کیسې، د روسي څانګې زدکړیالانو د الکسانډر پوشکین او د ترکي څانګې زدکړیالانو د ترکي ژبې د لاتین کېدو په اړه چمتو شوي معلومات وړاندې کړل.

له دغه نندارتون څخه د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرې پوهنوالې لیلما شریفي یما، علمي مرستیال پوهاند جمشېدخان رشیدي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مشر پوهاند نورمحمد احمدزي، استادانو او ګڼ شمېر زدکړیالانو لیدنه وکړه او د یاد نندارتون له چمتو کوونکو یې مننه وکړه  .

د یاد پوهنتون مسوولینو په وینا دغه نندارتون د ادبیاتو پوهنځي د بېلابېلو څانګو تر منځ د علمي او اکاډمیکو همکاریو د لا غښتلتیا په موخه جوړ شوی دی.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS