د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په ادبیاتو پوهنځي کې د «پوسټر پرېزېنټېشن» په نامه نندارتون جوړ شو

baqir_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۱:۲۰
g

دغه نندارتون د زدکړیالانو په نوښت او د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مشر نورمحمد احمدزي په مرسته د ادبیاتو پوهنځي لخوا جوړ شو چې پښتو، دري، عربي، انګرېزي، روسي او ترکي څانګو زدکړیالانو پکې ګډون کړی و او خپل موضوعات یې نندارې ته وړاندې کړل.

په دغه نندارتون کې د پښتو څانګې زدکړیالانو د پښتو ژبې د پنځو ستورو پوهاند علامه عبدالحی حبیبي، علامه قیام‌الدین خادم، استاد عبدالرؤف بېنوا، استاد ګل ‌پاچا الفت او پوهاند صدیق‌الله رښتین په اړه معلومات او د دري څانګې زدکړیالانو د لوی عرفاني شخصیت او شاعر مولانا جلال‌الدین محمد بلخي په اړه معلومات چمتو کړي ول او د نندارچیانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

همدارنګه د عربي څانګې زدکړیالانو د عربي ژبې د پیدايښت، د انګرېزي څانګې زدکړیالانو د لنډې کیسې، د روسي څانګې زدکړیالانو د الکسانډر پوشکین او د ترکي څانګې زدکړیالانو د ترکي ژبې د لاتین کېدو په اړه چمتو شوي معلومات وړاندې کړل.

له دغه نندارتون څخه د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مشرې پوهنوالې لیلما شریفي یما، علمي مرستیال پوهاند جمشېدخان رشیدي، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي مشر پوهاند نورمحمد احمدزي، استادانو او ګڼ شمېر زدکړیالانو لیدنه وکړه او د یاد نندارتون له چمتو کوونکو یې مننه وکړه  .

د یاد پوهنتون مسوولینو په وینا دغه نندارتون د ادبیاتو پوهنځي د بېلابېلو څانګو تر منځ د علمي او اکاډمیکو همکاریو د لا غښتلتیا په موخه جوړ شوی دی.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لوړ رتبه پلاوي د روسیې د پوهنې وزارت له معین سره د علمي همکاریو، پراخېدو په اړه خبرې وکړې 

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ‌ضیاءالرحمن الاریوبي، د پوهنې وزارت معین مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي د خپل رسمي سفر په لړ کې د فدراتیف روسیې تاتارستان جمهوریت کازان ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

BACK TO NEWS