د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
8945522000021


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته د فعالیت جوازونه ورکړل، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون «ژبو او ادبیات» مجله، د غزني تخنیکي پوهنتون «د زرکشان انجنیري مطالعات» مجله، خاتم النبیین صلی الله علیه وسلم خصوصي پوهنتون «سیاسي او نړیوال مطالعات» مجله، تابش خصوصي پوهنتون «تابش» علمي څېړنیزه مجله، رازي خصوصي لوړو زده کړو موسسه «رازي» مجله او ملالۍ خصوصي لوړو زده کړو موسسې «ملالۍ» علمي څېړنیزې مجلې جوازونه پکې شامل دي. 
د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست په هېواد کې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته شاوخوا ۱۰۰ مجلو/ ملي او نړیوالو ژورنالونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي، چې په مختلفو علمي څېړنیزو برخو کې فعالیت کوي. 
 

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS