سید جمال الدین افغاني پوهنتون د سولې مرکز له لوري د دې پوهنتون استادانو ته د ګډ زده کړو مېتودولوژي پنځه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو

د پوهنتون رییس پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري د ورکشاپ ګډونوالو ته د ګډو زده کړو مېتودولوژۍ پر اهميت خبرې وکړې او ياد ورکشاپ یې د استادانو په ظرفیت لوړونه کې اغیزناک وباله. نوموړي له استادانو وغوښتل چې له دې ورکشاپ څخه د تر لاسه کېدونکو تجربو او مهارتونو سره سم د زده کړيالانو ته خپلې تدريسي چارې برابرې کړي.
د ورکشاپ په پرانېستنه کې د شرعیاتو پوهنځي رییس پوهنمل خان محمد خدرخېل، پوهنيار اسماعيل رهبر او د سولې مرکز مشر پوهنيار شاهدالله امن په خپلو خبرو کې ياد ورکشاپ د ګډو زده کړو مېتودولوژۍ په برخه کې د مهارتونو د زده کولو لپاره يو ارزښتمن فرصت وګاڼه.
ياده دې وي چې دا ورکشاپ به د مسلکي روزونکي پوهنيار محمد رضا ظهیر لخوا پنځو ورځو لپاره پر مخ وړل کیږي او د ورکشاپ په جریان کې به د ګډو زده کړو پر اهمیت، مخینه، د تدریس او ښوونې ترمنځ په توپیرونو، د زده کړو پر ډولونو او دې ته ورته نورو موضوعاتو باندې بحثونه وشي.