په کندهار پوهنتون کې د HEMIS سيسټم په اړه دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
اثنين, يونيو 21 2021 11:02 صباحا
g
دا ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د راغلي تخنیکي ترینرانو پلاوي له خوا د کندهار، زابل، اروزګان، هلمند، غزني، پکتيا، خوست او د کرنیزو علومو او ټکنالوژي ملي پوهنتون د اداري کارکوونکو لپاره د کندهار پوهنتون د PDC مرکز په تالار کې جوړ شو . د ورکشاپ په پیل کې د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېرشاه رشاد له کابل څخه راغلي پلاوي او د بېلابېلو پوهنتونو څخه راغلو درنو مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د دې سيسټم رامنځته کول د پوهنتونونو لپاره مهم وباله او زياته یې کړه، چې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د معلوماتو د ثبت لپاره ګټور سیسټم دی او هیله یې وښودله چې د دغه ورکشاپ له لاري به په دې سیسټم کې شته ننګونې تر شونې بریده هوارې او خپل زده‌کړې موارد مو د خپل پوهنتون د HEMIS تر مسوولو کسانو او تدریسي مدیرانو پورې رسولي. عبدالسمېع چکري د کابل څخه د راغلي پلاوي په استازيتوب خپلو ویناوو کې وويل چې HEMIS يو معلوماتي او مديريتي سيسټم دی چې د ولسمشرۍ او د لوړو زده کړو مشرتابه یې د تطبيق غوښتونکي دي.

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS