د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه شورا ناسته، د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې اسلامي امارت ته یو له ستونزو ډک تحصیلي نظام په میراث روپاتې دی، چې جدي او اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري او موږ به یې د حل لپاره په ټول توان سره هڅې وکړو.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ عبدالباقي حقاني وویل؛ اوس د دې وخت رارسېدلی چې ځوانانو ته په خپل هېواد کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړو او د اسلامي او افغاني مفکورې سره سم یې وروزو، څو له غیر اسلامي مفکورو څخه، چې زموږ د هېواد په ګټه نه دي، مخنیوی وشي.
د لوړو زده کړو وزیر اداري فساد ته په اشارې او د تېر حکومت مقاماتو او ولسي جرګې غړو له خوا د تحصیلي سندونو د پېر او پلور په اړه وویل، چې وروسته د لوړو زده کړو په برخه کې اداري فساد ځای نه لري، د خپل لیاقت او تحصیلي کچې پر اساس به خلک په نظام کې ټاکل کېږي.
وروسته د مشرتابه شورا د ناستې غړو له اجنډا سره سم د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د ستونزو د حل، د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو او دویمي ادارو کارکوونکو د حاضرۍ، اداري او اکاډمیکو ستونزو او همدارنګه د زده کړیالانو لپاره د تحصیلي بورسونو په برخه کې ستونزې په ګوته او د حلارو په اړه یې بحث او لازمې پرېکړې وشوې.