د تضمین کیفیت او اعتبار لوړونې د یوولس معیارونو تشریح او ساتنې په اړه سمینار دایر شو
د تضمین کیفیت او اعتبار لوړونې د یوولس معیارونو تشریح او ساتنې په اړه سمینار دایر شو.
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار لوړونې یوولس گونو معیارونو د توضیح او د هغې د ساتنې سمینار د مسلکي پراختیا آمریت له خوا د رهبرۍ پلاوي او استادانو په ګدون جوړ شو.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د یاد سیمینار جوړول د همدې پوهنتون د تضمین کیفیت لپاره اړین وګڼلو او له استادانو څخه یې په دغه سیمینار کې د ګډون له امله مننه وکړه.
ورپسې پوهاند محمد انور سراج د پوهنتون د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو کمیټې په استازیتوب د تضیمن کیفیت سند ترلاسه کول د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او همدارنګه یې د تضیمن کیفیت د معیارونو ساتل او په لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو يې د تطبیق تېنګار وکړ.