د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو ۳۵ کارمندانو «په اداري چارو کې د کمپیوټر کارول» تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې...
۱۴۰۰ کب ۵ مه
د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو ۳۵ کارمندانو «په اداري چارو کې د کمپیوټر کارول» تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې ورکشاپ په بریالۍ توګه پای ته ورساوه او تصدیق پاڼې یې تر لاسه کړې.
په دغه ورکشاپ کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د بشري منابع ریاست له لوري جوړ شوی و، ۱۴ ګډونوالو ته په اداري چارو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او کمیپورټر د غوره کارولو په اړه زده کړې ورکړل شوې.
د یاد ورکشاپ په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مفتي رضوان الله منیب او د بشري منابع رئیس قاضي محمد ادریس اخندزاده د یاد ورکشاپ له ګډونوالواو استاد څخه د مننې تر څنګ، د ظرفیت لوړونې په دا ډول پروګرامونو کې د لوړو زده کړو وزارت د کارمندانو پر ګډون ټینګار وکړ.
د ویلو وړ ده چې تر دې مخکې هم د لوړو زده کړو وزارت د کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې دا ډول ورکشاپونه تر سره شوي دي، چې ښې پایلې یې درلودې.