د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير په کندهار کې د اناستو پوهنتون څخه لېدنه وکړه.

Akmal_admin
أحد, فبراير 27 2022 6:11 صباحا
مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی از پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی (اناستو) در ولایت کندهار دیدن نمود.

۱۴۰۰ کب ۷ شنبه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير په کندهار کې د اناستو پوهنتون څخه لېدنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي عبدالباقي حقاني په داسې حال کې چې د کندهار ولايت لپاره د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي انجنير محمد ناصر نېکزاد يې ملتيا کوله د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو) څخه لېدنه وکړه.

په دې لېدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي عبدالباقي حقاني د زراعت او مالدارۍ سکتور پر پياوړتيا او د هېواد په کچه يې پر اقتصادي وضعیت د مثبت اغېز اړوند خبرې وکړې او د اناستو پوهنتون اهميت ته په اشارې یې د ددغه پوهنتون سره د لوړو زده کړو وزارت له خوا د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د یادې ليدنې په ترڅ کي د وترنرۍ پوهنځي رئيس پوهنيار صفي الله جوهر ته چې په ماليزيا هېواد کې يې د UPM په پوهنتون کي د ماسټرۍ برنامې د غوره محصل ستاينليک ترلاسه کړى و، د لوړو زده کړووزارت سرپرست وزير له خوا يې د هڅو ستاينه او د لا تشويق په موخه یې ښاغلي جوهر ته نغدي ډالۍ ورکړه.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS