په لوړو زده کړو وزارت کې د افغان نړيوال پوهنتون د طب، انجنیري او کرنې پوهنځیو د فوق لېسانس پروګرامونو او د دغو پوهنځيو د مضمونونو د ټاکلو دوه ورځنی کلسټر پیل شو

Akmal_admin
جمعة, مارس 04 2022 8:06 صباحا
S

۱۴۰۰کال، د کب ۱۳مه
په لوړو زده کړو وزارت کې د افغان نړيوال پوهنتون د طب، انجنیري او کرنې پوهنځیو د فوق لېسانس پروګرامونو  او د دغو پوهنځيو د مضمونونو د ټاکلو دوه ورځنی کلسټر پیل شو. 
د دغه کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د یاد کلسټر غړو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: «د هېواد ودانول او پرمختګ د ځوان نسل په روزنې سره کېږي او د هغوی د روزنې لپاره ځواکمن،  معیاري، افغاني او اسلامي ارزښتونو لرونکي تحصیلي نصاب ته اړتیا ده.» نوموړي زیاته کړه، چې د تحصیلي نصاب بیاکتنه اړینه ده او موږ باید د دنیا له نویو مثبتو تجروبو ګټه واخلو. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغان نړیوال پوهنتون د ارزښت په اړه وویل، چې د دغه پوهنتون په فعالولو سره، موږ په کم لګښت د ماسټري او دوکتورا په کچه ډېر محصلین روزلی شو او زیاته یې کړه، چې په یاد پوهنتون کې د تدریس لپاره د افغاني استادانو سربېره له بهره استادان راغواړو او له نړیوالو معیارونو سره سم د تدریس زمینه برابر وو. 
وروسته د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهندوی داود شاه فاروق د یاد کلسټر د کاري شېوې په اړه معلومات او خپل پرېزنټېشن وړاندې کړ.

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS