د لوړو زده کړو په وزارت کې د ستراتیژیک پلان، کاري پلان، احصائیې ترتیب او راپور ورکولو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

Akmal_admin
أحد, مارس 20 2022 4:49 صباحا
sddrs

شنبه، ۲۸ کب ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو په وزارت کې د ستراتیژیک پلان، کاري پلان، احصائیې ترتیب او راپور ورکولو په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس مفتي رضوان الله منیب او د کابل او ولایتونو د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

د ورکشاپ په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني په اسلام کې د پلان پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، د دې لپاره چې هېواد په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړي او له اوسني وضعیت څخه راووځي، موږ باید یو اقتصادي، اداري او تحصیلي پلان په لاس کې ولرو، څو د هېواد له ننګونو سره مقابله وکړو.

مولوي حقاني د ورکشاپ له ګډونوالو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د هېواد ښوونیز نظام ته ډېره پاملرنه اړینه ده او په کار ده، چې د متخصصو کسانو د روزلو لپاره د نظري درسونو ترڅنګ عملي پروګرامونه په لاره واچول شي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په باور، د هېوادونو پرمختګ د ښوونیز نظام په پیاوړتیا پورې اړه لري او په دې برخه کې باید موږ ټول خپله ونډه په ښه توګه ترسره کړو.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې د ستراتیژیک پلان، کاري پلان، احصائیې او راپور ورکولو د چمتووالي او ترتیب په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول او د هغوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS