د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي، غزني ولایت ته په یوه کاري سفر کې د یاد ولایت له پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.

Akmal_admin
خميس, مايو 26 2022 4:30 صباحا
d

۱۴۴۳/۱۰/۲۴
۱۴۰۱/۳/۴
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي، غزني ولایت ته په یوه کاري سفر کې د یاد ولایت له پوهنتونونو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، ورسره مل پلاوي او په غزني کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي د غزني تخنیکي پوهنتون درسي ټولګي، اداري دفترونه او د پوهنتون حویلۍ له نیږدې وکتل. 
همداراز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د اسلامي ثقافت لپاره جوړ شوی تالار، چې په ۲۰۱۳م، کال کې د د وزیرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ د غزني تخنیکي پوهنتون ته ورکړل شوی و، تخریب شوې برخې له نیږدې ولیدلې. 
همدارنګه په دغه لیدنه کې د غزني تخنیکي پوهنتون رئیس پوهنمل فدا محمد محمدي د یاد پوهنتون د لیلیې د اوبو او برېښنا ستونزه، د اسلامي ثقافت لپاره جوړ شوي تالار د تخریب شویو برخو د بیارغونې او د دغه پوهنتون نورې اړتیاوې د لوړو زده کړو  وزارت له مالي او اداري معین سره شریکې کړې، چې د یادو اړتیاوو پوره کولو او ستونزو د حل په موخه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS