د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په ټولو وزارتونو کې د اسنادو ثبت دفترونه پرانېزي.

Akmal_admin
خميس, مايو 26 2022 10:06 صباحا
d

5/3/1401

24/10/1443

د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په ټولو وزارتونو کې د اسنادو ثبت دفترونه پرانېزي.

په همدې مناسب جوړه شوې غونډه کې، چې د هېوادو بېلابېلو وزارتونو او لویو ریاستونو استازو په شمول د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست رئیسانو او مسؤلینو ګډون کړی وو، د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو سره پیل او راغلو مېلمنو ته د دیني جامعاتو او تخصصاتو رئیس مولوي سیف الدین حماد له لوري ښه راغلاست وویل شو.

په دې جوړه شوې غونډه کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو د ارزیابۍ رئیس مولوي محمد داؤد حقاني بیا د یاد ریاست پر فعالیتونو، په وزارتونو کې د دفترونو په پرانېستلو او د نویو دفترونو پر چارو رڼا واچوله.

دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو رئیس محمد اسماعیل روحاني له لوري د اسنادو او فورمو ډولونو، د فورمو ارزیابۍ او معادلت، د فورمو لارښود تشریح او معلومات وړاندې شول.

د غونډې په وروستیو کې د ګډونوالو پوښتنو ته د مسؤلینو له لوري ځوابونه ورکړل شول او دغه غونډه د هېواد د اسلامي نظام د بقاء او تحصیلي نظام د پیاوړتیا په دعاء سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست د څلورو (د معتبرو دیني جامعاتو د ثبت ، د اسنادو د ارزیابۍ او معادلت ، د اسنادو تهیه او سوابقو د تنظیم او د تخصصاتو) ریاستونو په لرلو سره ایجاد شوی دی.

Latest news

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS