په لومړي ځل د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لسګونه تنه محصلین فارغ شول

Akmal_admin
ثلاثاء, يونيو 07 2022 11:17 صباحا
d

په لومړي ځل د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې څخه لسګونه تنه محصلین فارغ شول

په همدې موخه جوړه شوې غونډه د زابل په بادام ګل ماڼۍ کې په داسې حال کې تر سره شوه، چې پر مهال یې د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسې رئیس روح الله مشال، د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د ولایت مقام اداري رئیس حافظ عنایت الله او د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس سحر اخندزاده او د نورو ادارو مسؤلینو، استادانو او ګڼ شمیر محصلینو ګډون در لود.

په یادو مراسمو کې د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس روح الله مشال وویل، "په یوه نظام کې لوړو زده کړو ته دومره اړتیا لیدل کېږي؛ لکه یو انسان چي اوبو څېښلو ته اړتیا لري او بغیر د لوړو زده کړو له حاصلولو څخه نظام چلول، کنټرولول او د سیالانو سره سیال کول ناشونی او سخت کار دی."

همدارنګه په دې غونډه کې بېلابېلو مسؤلینو په وار وارو محصلینو ته مبارکي وویله او یاد محصلین یې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې لوړو زده کړو کولو ته وهڅول.

د یادونې وړ ده، چې د میرویس خان نیکه زابل دلوړو زده کړو مؤسسه په ١٣٩٦ هـ ل کال کې تاسېس شوې، چې د لومړي ځل لپاره یې د ښوونې او روزنې پوهنځي (ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي) څانګو څخه ۷۲ تنه محصلین فارغ شول.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

ثلاثاء, أبريل 22 2025 11:17 صباحا
Background image

انطلق المؤتمر الوطني للثقافة الإسلامية بحضور زعيم الإمارة الإسلامية، أمير المؤمنين (حفظه الله ورعاه)، حيث جدد حوالي ألفي مشارك في المؤتمر بيعتهم له.

تحت إشراف وزارة التعليم العالي، ومن قبل جامعة ننغرهار، انعقد في جامعة قندهار «المؤتمر الوطني لمدة أربعة أيام حول تدريس، أهمية، وتأثير مواد الثقافة الإسلامية»، وقد شارك في هذا المؤتمر. . .

BACK TO NEWS