د لوړو زده کړو وزارت او دوو خصوصي شرکتونو ترمنځ د څه باندې درې نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوو تحصیلي بنسټونو لپاره د انټرنیټي خدمتونو تړون لاسلیک شو.

13/11/1443
23/3/1401
د لوړو زده کړو وزارت او دوو خصوصي شرکتونو ترمنځ د څه باندې درې نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوو تحصیلي بنسټونو لپاره د انټرنیټي خدمتونو تړون لاسلیک شو.
د ياد وزارت مالي او اداري معين مولوي حافظ محمد حسيب د " Telecom Development Company Afghanistan محدود المسؤلیت ټيلې کام ډېلوپمنټ کمپني افغانستان" او " Afghanistan Faiz Satellite Communications " افغانستان فیض سټلايټ کميونيکيشن" شرکتونو مسؤلينو سره په ناسته کې، چې د قرارداد ګټونکي دي، د با کیفیته انټرنيټي خدمتونو پر وړاندې کولو ټينګار وکړ.
د " Telecom Development Company Afghanistan" محدود المسؤليت ټيلي کام ډيولوپمنټ کمپني افغانستان او د "Afghanistan Faiz Satellite Communications" افغانستان فيض سټلايټ کميونيکېشن شرکتونو هم د قرارداد د اصولو مطابق د مناسب کيفيت او صادقانه خدمتونو وړاندې کولو ژمنه وکړه.
ټاکل شوې چې د پنجشېر، نيمروز، بادغيس، ارزګان او فراه ولایتونو تحصیلي بنسټونو کې انټرنيټي خدمتونه د " Telecom Development Company Afghanistan " شرکت لخوا او د غور او دایکندي ولایتونو په تحصيلي بنسټونه کې انټرنټي خدمتونه د افغانستان فيض سټلايټ کميونيکېشن " Afghanistan Faiz Satellite" Communications " شرکت لخوا لاسرسی ومومي.