د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د کابل پوهنتون په علمي شورا کې د ګډون تر څنګ، د یاد پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه. 

nasir_admin
ثلاثاء, يناير 10 2023 12:56 مساء
Uhvcfffxcvbj

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال کې چې د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم حضور درلود، د کابل پوهنتون د مسؤلینو او استادانو فعالیتونه، لاسته راوړنې، ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون په علمي شورا کې وویل، چې د هېواد تحصیلي بنسټونو ته د سفرونو پر مهال مې له دوو طبقو؛ استادانو او علماء کرامو سره وکتل، چې دواړو طبقو د عصري او دیني علومو تر منځ د واټن ختمول غوښتل. 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه :«د استادانو له لوري د علم د پرمختګ او پوهنتونونو د تجهیز حرص ماته د لا زیات خدمت انرژي راکړه.» نوموړي د کابل پوهنتون د مسؤلینو او استادانو لاسته راوړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد پوهنتون د ستونزو د حل او اړتیاوو پوره کولو ډاډ یې ورکړ. 

وروسته د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز او علمي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي د یاد پوهنتون د تاریخچې او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریک کړل.  

د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون د مسؤلینو په ملتیا د دغه پوهنتون له لابراتوارونو، عمومي کتابتون، انلاین سرچینو مرکز او نورو بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.  

نېټه: سه شنبه

 ۱۴۴۴/۶/۱۷هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۲۰هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۱۰م

Latest news

اثنين, أبريل 14 2025 10:28 صباحا
Background image

القى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابا لموظفي الوزارة حول المرسوم الجديد الصادر بشأن التقاليد غير المناسبة، وكذلك منزلة الأمير

وجه معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، كلمة في القاعة العامة للوزارة إلى رؤساء وأمراء ومديري وموظفي وزارة التعليم العالي، حيث تناول المرسوم الجديد الصادر عن. . .

ثلاثاء, أبريل 08 2025 7:22 صباحا
Background image

تمت الموافقة على تخصيص 90 مليون أفغاني لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة بنجشیر للتعليم العالي 

 

بناء على شفقة خاصة من قبل إمارة أفغانستان الإسلامية، تم تخصيص 90 مليون أفغاني في السنة المالية 1404 هـ.ش لبناء مبنى سكني للطلاب في مؤسسة التعليم العالي بولاية بنجشير.

المبنى الجديد. . .

BACK TO NEWS