په غزنی، بامیان، بدخشان او کندز ولایتونو کې د لوړو زده کړو امارتي او خصوصي بنسټونو استادانو ته درې ورځنی دینی – علمي سمینار د سمیهایزو مسؤلینو په ګډون ترسره شو.

دغه سمینارونه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په ابتکار په مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو کې په لاره اچول شوی چې موخه يې د استادانو او علماء کرامو ترمنځ د بحث باب پرانیستل دي تر څو یو بل له دیني او عصري علومو څخه برخمن شي ترڅو ټول په ګډه د ا.ا.ا ته د خدمت جوګه شي او همدارنګه ترمنځ يې اکاډمیکې اړیکې پیاوړې شي.
په دغو سمینارونو کې علماء کرامو د ښځې مقام، حقوق، وجایب او حجاب په اسلام کې، د یوه بریالي استاد صفات او امانتداري، امام ابوحنیفه (د استادۍ او امامت الګو) ژوند او پر نورو ګټورو او هر اړخیزو موضوعاتو بحثونه وکړل همدارنګه د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
په پلان کې ده چې په نورو تحصیلي بنسټونو کې هم د علماء کرامو له لورې ورته سمینارونه ترسره شي.