په غزنی، بامیان، بدخشان او کندز ولایتونو کې د لوړو زده کړو امارتي او خصوصي بنسټونو استادانو ته درې ورځنی دینی – علمي سمینار د سمیه‌ایزو مسؤلینو په ګډون ترسره شو.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۰:۵۶
ddassdsadsd

دغه سمینارونه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په ابتکار په مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو کې په لاره اچول شوی چې موخه يې د استادانو او علماء کرامو ترمنځ د بحث باب پرانیستل دي تر څو یو بل له دیني او عصري علومو څخه برخمن شي ترڅو ټول په ګډه د ا.ا.ا ته د خدمت جوګه شي او همدارنګه ترمنځ يې اکاډمیکې اړیکې پیاوړې شي.
په دغو سمینارونو کې علماء کرامو د ښځې مقام، حقوق، وجایب او حجاب په اسلام کې، د یوه بریالي استاد صفات او امانتداري،  امام ابوحنیفه (د استادۍ او امامت الګو) ژوند او پر نورو ګټورو او هر اړخیزو موضوعاتو بحثونه وکړل همدارنګه د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.
په پلان کې ده چې په نورو تحصیلي بنسټونو کې هم د علماء کرامو له لورې ورته سمینارونه ترسره شي. 

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS