د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون د لیليې مسجد په تروایحو لمونځ کې د قران عظیم الشان په ختم کې ګډون او وینا وکړه.

ameen_admin
أربعاء, أبريل 12 2023 6:05 صباحا
dffdsfsdfdsfds

د کابل پوهنتون په لیلیې مسجد کې، چې د قرآن عظیم الشان ختم پیل شوی و، نن شپه پای ته ورسېد.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداءمحمد ندیم صاحب ټولو ګډونوالو ته د یاد ختم القران مبارکي وویله او د خوښۍ په څرګندولو سره یې د رمضان د میاشتې پر خصوصي ارزښت خبرې وکړې.
سرپرست وزیر د لیلیې محصلین د اسلامي نظام ترچتر لاندې خپلو زده کړو ته وهڅول او هغوی ته یې په خطاب کې وویل: ((نن ورځ داسې حاکمان او مشران لرئ، چې د دنیاوي ژوند ترڅنګ مو دیني امورو ته هم متوجه دي او په همدې فکر کې دي، چې د هېواد ځوانان د زده کړو ترڅنګ د اللهﷻ خالصې بنده ګۍ ته هم وهڅوي)).
هغه دغه راز یادونه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند مو په ټولو تحصیلي بنسټونو کې ستونزې درک کړي او حل کړي او لا هم په دې کار کوو، چې په دغه علمي مرکزونو کې نیمګړتیاوې پوره کړو.
همدارنګه د قرآن غظیم الشان د ختم په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین قاري محمد یونس راشد د نن ورځې ځوانان د سبا ورځې رهبران وبلل او یادونه یې وکړه، چې د ا.ا.ا په ټوله کې په ځوانانو باور لري او غواړي، چې د هېواد ابادۍ په موخه د ځوانانو علمي کچه پیاوړې کړي، ترڅو افغانستان نورو برخو ترڅنګ په علمي برخه کې په ځان بسیا شي.
د یادونې وړ ده، چې د کابل پوهنتون د لیلیې مسجد د تراویحو د لمونځ د قرآن عظیم الشان ختم، چې د قاري صاحب عطاء محمد له لورې ترسره شو د پای مراسم یې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکر الله وحدت د دیني ارشاداتو په اړه په وینا او دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

خميس, فبراير 13 2025 7:01 صباحا
Background image

وزيرالتعليم العالي بالوكالة، إلى جانب إلقائه كلمة في اجتماع كبير في جامعة (شيخ زايد)، قام بتدشين مشروعين كبيرين في الجامعة ذاتها

وزير التعليم العالي خلال سفره إلى منطقة جنوب شرق البلاد، ألقى كلمة في اجتماع كبير في جامعة (شيخ زايد)، حيث حضر الاجتماع المولوي عبد القيوم روحاني حاكم ولاية خوست، وشيخ الحديث المولوي. . .

أحد, فبراير 09 2025 7:48 صباحا
Background image

وزير التعليم العالي إلى جانب زيارته لجامعة كونار، ألقى خطابًا في اجتماع كبير في جامعة ننغرهار

وزير التعليم العالي بالوكالة شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، خلال زيارته لمنطقة الشرق، قام بزيارة جامعة سيد جمال الدين الأفغاني (كونار)، حيث قدم التوجيهات اللازمة للمسؤولين والأساتذة. . .

سبت, يناير 25 2025 3:20 مساء
Background image

وزير التعليم العالي بالنيابة شارك وألقى كلمة في حفل تخرج خريجي وزارة الداخلية.

 

وزير التعليم العالي بالوكالة،شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، شارك في حفل تخرج خريجي وزارة الداخلية، وهنأ الخريجين وشجعهم على متابعة التعليم العالي.

 

في كلمته، ذكر الوزير. . .

BACK TO NEWS