داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

ameen_admin
تسذنتشسینتسشنت

Publish Date

Closing Date

د کابل پولي تخنيک پوهنتون په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د محصلينو جامع مسجد برښنا او رنګولو بیارغونه، د پوهنتون تعمیرونو د بام ايزوګام بیارغونه او د ۱۴۰۲هـ ش کال لپاره د افغانستان اسلامي امارت مجاهدينو لپاره د یو باب اتاق جوړولو پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړی، او اړونده چاپ شوې شرطنامې یوه کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه تر {9/7/1402 } نېټې، د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې درېيم منزل کې د پنځمې ليليې مالي او اداري معاونيت ته، سپارلی شي. د افر تضمین د شرطنامې د شرایطو سره سم  د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو بڼه د. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
بناء‌آ هغه شرکتونه، دولتي تصدۍ او خصوصي مؤسسات او متتشبثين، چې د قرارداد هيله لري خپلې غوښتنپاڼې دې د کابل پولي تخنيک پوهنتون، پنځمې ليليې (۳۳) شمېرې اطاق د تهیه او تدارک او خدمتونو امريت ته وسپاري.