د خصوصي او دولتي پوهنتونو د فوق لیسانس پروګرامونو د نظارت او ارزونې بهیر ژر پیلیدونکی دی

په همدې موخه نن لوړو زده کړو وزارت کې په تحصیلي بنسټونو کې د فوق لیسانس پروګرامونو (ماسټرۍ او دوکتورا) د ارزونې بهیر د څرنګوالي په اړه د پوهاوي ورکشاپ، د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د ماسټرۍ او دوکتورا برخو د مسؤولینو په ګډون جوړ شو.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په ورکشاپ کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «اوس مهال په هیواد کې (۳۸) دولتي او (۱۳۱) خصوصي بنسټونه فعال دي، چې له دې ډلې په دولتي بنسټونو کې (۴۴) او په خصوصي بنسټونو کې (۳۳) د فوق لیسانس پروګرامونه ایجاد شوي دي» خو نوموړي وویل بدبختانه لکه څنګه چې لازم دي ددې پرواګرمونو کیفیت ته لازمه پاملرنه نده شوې.
پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه: «له همدې کبله په دې هڅه کې شو تر څو یوه پیاوړې څارندویه هسته ولرو چې له نیکمرغه په پایله کې د څارنې او ارزونې ریاست د لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې منظور او ایجاد شو.»
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ددې ریاست جوړول د راتلونکي لپاره یو ښه زیری او د هیواد لوړو زده کړو په ډګر کې یو اساسي لومړیتوب وباله او زیاته یې کړه چې د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست له دولتي او خصوصي پوهنتونو سره له نژدي کار کړی دی او د لارښوونې په څنګ کې، هغوی به خپلو نیمګړتیاو او د موجودو تقنیني اسنادو پلي کولو ته متوجه کړي.
نوموړي هغه موارد لکه یو شمیر د موجودې مقررې مطابق د دوکتورا لرونکي د منلو وړ استادان، په نړیوالو ژورنالونو کې د یادو استادانو د مقالو نشرول او د فوق لیسانس دورې محصلانو د تیزسونو د لارښوونې په موخه د هغوی وړتیا، هم له هغو موضوعاتو څخه یاد کړل چې د تحصیلي بنسټونو په فوق لیسانس پروګرامونو کې هغه ته باید پاملرنه وشي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: «د تحصیلي بنسټونو د څارنې او ارزونې پروګرامونو په څنګ کې د درسي نصاب موضوع هم له هغو مواردو څخه ده چې زموږ په پروګرامونو کې ځای پر ځای شوې ده او ټاکل شوې د (۱۳۹۸) کال تر پایه پنځوس سلنه یې پوره شي او پاتې برخه به یې د (۱۳۹۹) کال تر ختمیدو تکمیل شي.»
پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د ډیرو اجراآتو صلاحیتونه او مسؤولیتونه پخپله پوهنتونو ته ورکړي او لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ د پراختیا، د پالیسۍ له پلي کولو څخه څارنې او د ټول سیسټم د ظرفیت د لوړولو لپاره په اساسي برخو کې کار وکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د فوق لیسانس پروګرامونو د څارنې او ارزونې له مسؤولینو څخه وغوښتل چې خپل فعالیتونه له ټاکل شویو معیارونو سره سم او د همکارۍ په روحیه په مخ یوسي تر څو په دې پروګرامونو کې یو بشپړ بدلون را منځته شي.
همدا ډول په اکاډمیکو چارو کې د وزارت د مقام سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین او د کیفیت د لوړوالي او اعتبار ورکونې رئيس پوهاند حاجي محمد نعیمي د هیواد د لوړو زده کړو په کیفي ارتقاء کې ددې ریاست د ایجاد د اړتیا په هکله خبرې وکړې.
د ورکشاپ په دویمه برخه کې د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې رئیس پوهنمل دوکتور محمد ولي حنیف د پریزینټیشن په ترڅ کې ددې ریاست د معرفي په ضمن کې د فوق لیسانس پروګرامونو د بهیر د پروسیجر او ارزونې په اړوند او نورو موضوعاتو په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل.
د یادولو وړ ده چې د فوق لیسانس د (۳۳) برنامو د ارزونې بهیر به په (۱۳) خصوصي پوهنتونو کې د روان کال د کب میاشتې له دویمې نیمایې او وروسته به د (۴۴) فوق لیسانس برنامو د ارزونې بهیر په (۹) دولتي پوهنتونو کې پیل شي.