د خصوصي او دولتي پوهنتونو د فوق لیسانس پروګرامونو د نظارت او ارزونې بهیر ژر پیلیدونکی دی

Anonymous (not verified)
Sun, Jan 26 2020 4:58 AM
ا

په همدې موخه نن لوړو زده کړو وزارت کې په تحصیلي بنسټونو کې د فوق لیسانس پروګرامونو (ماسټرۍ او دوکتورا) د ارزونې بهیر د څرنګوالي په اړه د پوهاوي ورکشاپ، د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د ماسټرۍ او دوکتورا برخو د مسؤولینو په ګډون جوړ شو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په ورکشاپ کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: «اوس مهال په هیواد کې (۳۸) دولتي او (۱۳۱) خصوصي بنسټونه فعال دي، چې له دې ډلې په دولتي بنسټونو کې (۴۴) او په خصوصي بنسټونو کې (۳۳) د فوق لیسانس پروګرامونه ایجاد شوي دي» خو نوموړي وویل بدبختانه لکه څنګه چې لازم دي ددې پرواګرمونو کیفیت ته لازمه پاملرنه نده شوې.

پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه: «له همدې کبله په دې هڅه کې شو تر څو یوه پیاوړې څارندویه هسته ولرو چې له نیکمرغه په پایله کې د څارنې او ارزونې ریاست د لوړو زده کړو وزارت په اډانه کې منظور او ایجاد شو
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ددې ریاست جوړول د راتلونکي لپاره یو ښه زیری او د هیواد لوړو زده کړو په ډګر کې یو اساسي لومړیتوب وباله او زیاته یې کړه چې د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست له دولتي او خصوصي پوهنتونو سره له نژدي کار کړی دی او د لارښوونې په څنګ کې، هغوی به خپلو نیمګړتیاو او د موجودو تقنیني اسنادو پلي کولو ته متوجه کړي.

ا

نوموړي هغه موارد لکه یو شمیر د موجودې مقررې مطابق د دوکتورا لرونکي د منلو وړ استادان، په نړیوالو ژورنالونو کې د یادو استادانو د مقالو نشرول او د فوق لیسانس دورې محصلانو د تیزسونو د لارښوونې په موخه د هغوی وړتیا، هم له هغو موضوعاتو څخه یاد کړل چې د تحصیلي بنسټونو په فوق لیسانس پروګرامونو کې هغه ته باید پاملرنه وشي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: «د تحصیلي بنسټونو د څارنې او ارزونې پروګرامونو په څنګ کې د درسي نصاب موضوع هم له هغو مواردو څخه ده چې زموږ په پروګرامونو کې ځای پر ځای شوې ده او ټاکل شوې د (۱۳۹۸) کال تر پایه پنځوس سلنه یې پوره شي او پاتې برخه به یې د (۱۳۹۹) کال تر ختمیدو تکمیل شي
پوهنمل بالاکرزي زیاته کړه چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د ډیرو اجراآتو صلاحیتونه او مسؤولیتونه پخپله پوهنتونو ته ورکړي او لوړو زده کړو وزارت د پالیسۍ د پراختیا، د پالیسۍ له پلي کولو څخه څارنې او د ټول سیسټم د ظرفیت د لوړولو لپاره په اساسي برخو کې کار وکړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د فوق لیسانس پروګرامونو د څارنې او ارزونې له مسؤولینو څخه وغوښتل چې خپل فعالیتونه له ټاکل شویو معیارونو سره سم او د همکارۍ په روحیه په مخ یوسي تر څو په دې پروګرامونو کې یو بشپړ بدلون را منځته شي.

همدا ډول په اکاډمیکو چارو کې د وزارت د مقام سلاکار پوهنوال غلام دستګیر خاورین او د کیفیت د لوړوالي او اعتبار ورکونې رئيس پوهاند حاجي محمد نعیمي د هیواد د لوړو زده کړو په کیفي ارتقاء کې ددې ریاست د ایجاد د اړتیا په هکله خبرې وکړې.

د ورکشاپ په دویمه برخه کې د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې رئیس پوهنمل دوکتور محمد ولي حنیف د پریزینټیشن په ترڅ کې ددې ریاست د معرفي په ضمن کې د فوق لیسانس پروګرامونو د بهیر د پروسیجر او ارزونې په اړوند او نورو موضوعاتو په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل.

ا

د یادولو وړ ده چې د فوق لیسانس د (۳۳) برنامو د ارزونې بهیر به په (۱۳) خصوصي پوهنتونو کې د روان کال د کب میاشتې له دویمې نیمایې او وروسته به د (۴۴) فوق لیسانس برنامو د ارزونې بهیر په (۹) دولتي پوهنتونو کې پیل شي.

Latest news

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

Thu, May 29 2025 5:15 AM
Background image

The supervision and evaluation of Emirate and private educational institutions were carried out in 14 provinces of the country.


A comprehensive supervision and evaluation of the academic, administrative, and teaching affairs of Emirate and private educational institutions in Kandahar, Helmand, Nimroz, Farah,. . .

Tue, May 27 2025 4:14 AM
Background image

The Acting Minister of Higher Education Delivered a Speech at a Grand Gathering in Herat University

 

During his official visit to Herat province, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, delivered a speech at a large gathering. . .

BACK TO NEWS