د لوړو زده کړو وزیر د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه سره د کتنې تر څنګ، د یاد پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره د لیدنې پر مهال وویل: «الحمدالله اوسمهال افغان نړیوال اسلامي پوهنتون مخ پر وړاندې روان دی او انشاءالله داسې وخت رانیږدې شوی چې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون به د نړۍ په کچه یو له مهمو نړیوالو پوهنتونونو څخه شي.»
نوموړي د یاد پوهنتون مسؤلینو ته د غوره تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یاد پوهنتون له درسي بهیر څخه لېدنه وکړه، له محصلینو سره یې له نیږدې وکتل او د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې یې واورېدې.