د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کمیسیون غونډه جوړه شوه

Azizorayakhel.admin
Mon, Aug 31 2020 12:26 PM
ش

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کمیسیون غونډه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالي او اداري او محصلانو چارو معینانو، د اړوندو ریاستونو رئیسانو او د مرکزي پوهنتونو رئیسانو او معاونينو ګډون کړی وو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي معین پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، په رسمي جریده کې د لېسانس دورې د زده کړو مقررې خپريدو له امله د غونډې غړو او د هېواد اکاډميکې ټولنې ټولې کورنۍ ته مبارکي وویله او د لوړو زده کړو وزارت له رهبري هيئت او ټولو کارکوونکو څخه چې د دې مقررې په تدوین او چمتو کولو کې یې زیار ویستی مننه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، چې د دې مقررې په پلي کېدو سره به په تحصیلي بنسټونو کې زیات شمېر سلیقوي مسایل رفع شي او د پوهنتونو زده کړه ييز سیسټم به له نړيوالو معیاري سیسټمونو سره برابر شي.

په یاده ناسته کې له اجنډا سره سم د خصوصي لوړو زده کړو نظام پر ښه والي او د دې بنسټونو د تحصيلي خدمتونو پر قانونمند کېدو تر بحث وروسته اړين تصامیم ونیول شول.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو او پوهنتونو د معیاري او باکیفیته خدمتونو په وړاندې کولو تاکید وکړ او زیاته يې کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت او خصوصي تحصيلي بنسټونو ترمنځ د تقنيني سندونو د پلي کولو په برخه کې ګډه همکاري د اوسنيو ستونزو د ختمېدو او په سيمه ییزه او نړيواله کچه د افغانستان د لوړو زده کړو نظام د باورمند کېدو لامل کيږي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS