د افغانستان دولت او استرالیایي کمپنۍ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

Azizorayakhel.admin
Sat, Sep 12 2020 4:38 AM
ش

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې دولتي مقاماتو د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ سره د تفاهم درې یادښتونه او دوه چوکاټي تړونونه نن له غرمې مخکې لاسلیک کړل.

په دغو مراسمو کې چې په چهارچنارماڼۍ کې ترسره شول، د لوړو زده کړو، کانونو او پټرولیم او عامې روغتیا سرپرست وزیرانو، د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رئیس، د افغاني سرې میاشتې مرستیال او د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ رئیس ډاکټر فاریست ریمارک دغه تفاهم لیکونه او چوکاټي تړونونه لاسلیک کړل.

جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې استرالیایي پلاوي ته په خطاب کې وویل، مننه چې خپلو همنوعو ته د خدمت احساس لرئ او دوه ورځې مو د افغانستان د بېلابېلو ادارو مسوولینو سره ګډ کار وکړ او دوامدار مشارکت کې مو ونډه واخیسته.

جمهوررئیس وویل، ستاسو په نوښت او هلو ځلو به د افغانستان د انکشاف متفاوت موډل پیل شي او د دغه موډل له برکته به افغانستان ته د سینګاپور، چین او نړۍ د نورو هیوادونو غوندې د د انکشاف دوامدار مسیر پرانیستل شي. همدارنګه اوبه په انرژۍ بدلېږي، زموږ له طبیعي سرچینو ګټه اخیستنه زیاتېږي او افغانستان به دشنې انرژۍ له پلوه پر ځان بسیا شي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، هیله ده چې د دغه مشارکت په پایله کې افغانستان او استرالیا خپلو ځنډنیو هیلو ته ورسېږي.

جمهوررئیس غني د خپلې وینا په پای کې له افغانستان سره د استرالیا هیواد د مرستو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د استرالیایي عسکرو د خدمت قدرداني وکړه او یو ځل بیا یې د هغو استرالیایي قربانیانو کورنیو ته تسلیت ووایه چې په افغانستان کې د خدمت پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ مسوول ډاکټر فاریست ریمارک د جمهوررئیس غني او د جمهوررئیس د لومړي مرستیال د شجاعت، مسلکيتوب او صداقت قدرداني وکړه وې ویل، زه له تاسو غواړم په هغه سفر کې له ماسره ملګري شئ چې د افغانستان خلک توانایي او اقتصادي خپلواکي ترلاسه کوي.

د استرالیا فورتسکیو کمپنۍ رئیس وویل، زه نن د خپلې کمپنۍ په استازیتوب افغانستان ته راغلی یم، غواړم د افغانستان خلکو ته خدمت وکړم او افغانان توانمند کړو چې اقتصادي خپلواکي ولري او له ستونزو څخه راووځي. هغه په ټینګار سره وویل، موږ به له افغانستان سره دوه اړخیزې همکارۍ ولرو.

Latest news

BACK TO NEWS