د لوړو زده کړو علمي معين د ولسي جرګې له لوري وستايل شو

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين د لوړو زده کړو په برخه کې د خپلو ښو او ګټورو فعاليتونو له کبله د ولسي جرګې له لوري د يوه ستاينلک په ورکړې سره وستايل شو.
د ولسي جرګې رييس مير رحمان رحماني د ياد شوي ستاينليک د ورکړې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستيال او پخواني سرپرست وزير عبدالتواب کرزی ستاينه وکړه او د نوموړي فعالیتونه يې د لوړو زده کړو د نظام د ښه والي له پاره د ستاينې وړ وبلل.
همداراز د لوړو زده کړو علمي معين پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ولسي جرګې د رييس مير رحمان رحماني او د خلکو د استازو د نېک احساس مننه وکړه زياته يې کړه څه چې تر دې وړاندې د نوموړي د وزارت د سرپرستۍ په دوران او يا هم اوس ترسره کوي وظيفوي مکلفيتونه دي چې د هېواد له قوانينو سره سم ترسره کېږي.
د يادونې وړ ده چې د ياد شوي ستاينليک د ورکړې پر مهال په ملي شورا کې د ملت يو شمېر استازي، د علمي معينيت سلاکار، د لوړو زده وزارت د داخلي تفتيش رييس او وياند هم حاضر وو.