ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمين او اعتبار ورکولو د پروسې ورکشاپ جوړ شو
ننګرهار پوهنتون کې د کیفیت د تضمين او اعتبار ورکولو پروسې په اړه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو.
په نوموړي دوه ورځني ورکشاپ کې چې د ننګرهار پوهنتون د کيفيت د تضمین داخلي واحد په نوښت په (PDC) مرکز کې جوړ شوى و، د کونړ د سید جمال الدین افغان پوهنتون د کيفيت د تضمین کمېټې شپږ تنو غړو په کې برخه لرله.
د ورکشاپ د پرانيستې پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهندوى دوکتور محمد حامد کډوال په علمي موسساتو کې د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکولو ملي پروسې د اصولو په اهمیت خبرې وکړې او ددغه ورکشاپ جوړېدل يې په اړونده برخه کې ګټور ګام وباله.
نوموړي وويل، د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون د کيفيت د تضمين په برخه کې د اعتبار ترلاسه کولو دوه پړاوونه په برياليتوب ترسره کړي او درېيم پړاو ته کاندید دی چې دا ورکشاپ به د درېیم پړاو ارزونې له پاره د چمتووالي په برخه کې ګټور او اغېزمن تمام شي.
ښاغلي کډوال د ننګرهار پوهنتون د کيفيت د تضمین د داخلي واحد له مشرتابه او غړو مننه وکړه چې نوموړي ورکشاپ ته یې زمینه برابره کړه او له ګډونوالو استادانو يې غوښتنه وکړه چې اعظمي ګټه ترې واخلي.
د ننګرهار پوهنتون د کيفيت د تضمین داخلي واحد مشر پوهنیار اخترمحمد غني د ورکشاپ د څرنګوالي په اړه وویل، په ياد دوه ورځني ورکشاپ کې د کيفيت د تضمين د يوولس ګونو معيارونو تفسير، کورس پاليسۍ، تدريسي او انفرادي پلان جوړونې، کلني نظارت، دوره يي بياکتنه، ستراتېژيکه پلان جوړونه، د ځان ارزونې راپور جوړولو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه د ورکشاپ د روزونکو له خوا ګډونوالو استادانو ته معلومات ورکړل شول.
د ورکشاپ د ګډونوالو په استازیتوب پوهنمل روح الله نجم خبرې وکړې او د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه او کيفيت د تضمین داخلي واحد له مسؤلینو یې مننه وکړه چې تل یې د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون له ادارې او استادانو سره د ظرفیت لوړونې او نورو بېلابېلو علمي برخو کې مرسته کړې ده. په پای کې د ورکشاپ پر ګډونوالو استادانو سندونه ووېشل شول.