سيد جمال الدين افغاني پوهنتون کې د کمال خان بند پرانېستنې په وياړ د عامه پوهاوي غونډه وشوه

baqir_admin
Tue, Mar 16 2021 10:03 AM
g

په همدې اړوند ناسته کې د یاد علمي بنسټ مشر، علمي او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځیو مشرانو، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلانو ګډون درلود.

پيل کې د پوهنتون مشر پوهنوال دوکتور محمد ګلاب عمري د اوبو پر ارزښت، کانالونو او بندونو پر جوړولو، اوبو په مديريت کې د ټکنالوژۍ پر کارونې او د بېوزلۍ کچې ټيټولو په اړه ویناوې وکړې او د کمال خان بند پرانېستې په وياړ يې راتلونکیو پروګرامونو په تړاو ګډونوالو ته معلومات ور کړل.

په غونډه کې د درېیو استادانو له لوري؛ پوهنمل محمد رحيم خاکسار، پوهنمل حشمت الله دوراني او پوهنيار سيد رحمت الله سادات له لوري د اوبو ارزښت او مديريت په تړاو عمومي معلومات وړاندې شول.

Latest news

BACK TO NEWS