د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو د تشکیلاتي جوړښت د بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه جوړه شوه

baqir_admin
Tue, Jun 29 2021 12:38 PM
g

د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ادارو له تشکیلاتي جوړښټ څخه بیاکتنې کمېټې نوبتي غونډه نن د همدې وزارت مالي او اداري معین نوراحمد دروېش په مشرۍ جوړه شوه او د درېیو ریاستونو د تشکیل طرحه او د روغتیایي کلینیک آمریت تجزیه او انتقال تایید شو.

د غونډې په پیل کې لوړ زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د لوړو زده کړو وزارت تشکیلاتي جوړښټ په هکله وینا وکړه، او د وزارت د مرکزي ادارو له تشکیلاتي جوړښټ څخه بیاکتنې پروسې پر چټکتیا یې ټينګار وکړ.

همدارنګه د بشري منابعو ریاست مسولانو خپل کاري راپور چې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ریاستونو تشکیلاتو نهايي او اصلاح په هکله وړاندې کړ او د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین واورېد.

وروسته د اجنډا له مخې د پلان او پالیسۍ، بهرنیو اړیکو او بورسیو تنظیم، بهرنیو تحصیلي اسنادو معادلت او ارزونې ریاستونو او روغتیايي کلینیک آمریت بستونو پر تجزیه او انتقال د مرکز څلور پوهنتونونو ته بحث او تبادل د نظر وشو د یو سلسله لازمو اصلاحاتو وروسته تایید شو.

په همدې ډول د علمي برنامو پراختیا ریاست پر تشکیلاتي جوړښت بحث او تبادل د نظر وشو او د کمېټې د غړیو د وړاندیزونو او نظریاتو وړاندې کولو وروسته په پرنسیپ کې د تایید وړ وګرځېد او بشري منابع ریاست ته هدایت ته ورکړل شو چې د کره کارپېژندنې وروسته یې راتلونکې غونډې ته د نهايي کولو په موخه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت تشکیلاتي جوړښټ څخه بیاکتنې کمېټې غړو د دې وزارت تشکیلاتي جوړښت څرنګوالي په هکله داسې چې وکړای شي د هېواد تحصیلي نظام سم مدیریت او کاري روند ته چټکیا وبښي خبرې وکړې او په دې هکله وړاندیزونه وړاندې شول.

Latest news

BACK TO NEWS