د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت مرکزي ادارو معنیانو او رییسانو په ګډون سره، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ تر سره شوه
۱۴۰۰کال، د لړم ۱۲مه
د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت مرکزي ادارو معنیانو او رییسانو په ګډون سره، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له فساد سره د جدي مبارزې، له فرصتونو په استفادې د هېواد مظلومو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو او د لوړو زده کړو بنسټونو د کیفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې.
وروسته د دغې ناستې له ا جنډا سره سم، د استادانو علمي ترفیعاتو او په بهرنیو ژورنالونو کې د هغوی د علمي مقالو خپرولو، د خصوصي تحصیلي بنسټونو د زده کړیالانو د تبدیلۍ د طرحې د وخت بدلولو او د زده کړیالانو د ځينو نورو ستونزو په اړه بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د خصوصي تحصیلي بنسټونو زده کړیالان کولی شي، یوازې د ۱۴۰۰کال، د لړم له ۱۵ د لیندۍ تر ۱۵نېټې، له یوه تحصیلي بنسټ څخه بل ته اقدام وکړي.